امنیت

په کابل کې د نن ماښام د ځانمرګى بريد له امله شلو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
يو ځانمرګى بريد نن ماښام په کابل کې د استقلال ليسې په تالارکې وشو.
د خبرونو له مخې: يو ځانمرګى بريدکوونکى ځان د ((تپش قلب خموش، پس از انفجار)) تر عنوان لاندې د نندارې په وخت کې ځان په دغه تالارکې وچاوه.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست محمد ايوب سالنګي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې بريدکې يو بهرنى تبعه وژل شوى دى او څه ناڅه شل تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه ننداره د فرانسې د فرهنګي مرکز له خوا د زده کوونکو محصلانو او د مدني ټولنې د فعالينو په ګډون په دغه مرکزکې جوړه شوې وه.
د يوشمير ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
امنيتي خبرځايونه وايي: يو تنکى ځوان حساس چاويدونکي توکي په ماهرانه ډول په خپل بدن کې ځاى پرځاى کړي و چې کشفول يې ډير سخت و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته