نړۍ

په عراق کې د بم دچاودنې له امله څه ناڅه ٤٠ تنه ووژل شول

بغداد – باختر د چنګاښ دمياشتې ٢٢
په بغداد ښارکې په دوو موټروکې دايښودل شويو بمونو دچاودنې او ځانمرګي بريد له امله څه ناڅه ٣٠ تنه ووژل شول .
د ايرنا د خبرله مخې:
په دوو ليږدوونکو وسايطوکې ايښودل شوي بمونه د بغداد د (الشعب) او د (البنوک) د شعيه ګانو د استوګنې په سيموکې وچاوديدل.
د الميادين ټلويزيون د دغو چاودنو د قربانيانو شمېر ٢٨ تنه اعلام کړ.
خو د رويټرز خبري آژانس د وژل قربانيانو شمېر ٣٥ تنه او د ټپيانو شمېر ١٠٠ تنه اعلام کړ.
د دغو بريدونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.
تېرماښام له روژه ماتې څخه څوشيبې وروسته د بغداد په الکاظميه سيمه کې د يو تروريستي بريد له امله ٥ تنه شهيدان او٢١ تنه نور ټپيان شول.
دغه راز د بغداد په لويديځ کې د استوګنې په يوه سيمه کې د بم دچاودنې له امله دوه تنه ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته