۱۰۰ ورځې

د پوهنې منسوبين دې د انتخاباتو په بهيرکې خپله بيطرفي وساتي

کابل باختر دسلواغې څليرويشتمه :
د پوهنې وزارت د مشرتابه شورا پريکړه وکړه چې ددغه وزارت هيڅ يو مقام  او يامنسوب د دې حق نه لري چې له خپل دريځ څخه په استفادې سره څوک دې ته اړباسي چې خپله رايه مشخص نوماند ته وکاروي .
دپوهنې وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې باخترآژانس ته ليږل شوې ده؛ ويل شوې دي: دپوهنې وزارت دمشرتابه شورا په هغې غونډه کې چې د انتخاباتو د بهير په اړوند يې لرله؛ دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو انتخابات يوملي بهير وباله او د پوهنې له يوولسو مليونو تنو منسوبينو څخه يې وغوښتل چې په فعاله توګه ددغې پريکړې ملاتړ وکړي .
په خبرپاڼه کې څرګنده شوې ده: دپوهنې وزارت دمشرتابه  شورادانتخاباتو په بهير کې د بيطرفى د سياست د ساتنې په مقصد لازمه وبلله پريکړه وکړي چې دپوهنې منسوبين دې دپوهنې د ډير مهم اوبرخلک ټاکوونکي بهير ملاتړ وکړي او خپل نظر وړ شخص ته  د راى د کارولو په خاطر دې په انتخاباتوکې ګډون وکړي.
  په دې پريکړه کې دغه راز تينګار شوى دى چې د پوهنې هيڅ منسوب يامسوول نه شي کولاى چې له خپل اداري او يا حکومتي دريځ څخه په استفادې سره څوک مشخص نوماند ته راى ورکولو او يا نه ورکولو ته اړباسي او هم ويل شوي دي چې دهيواد په مرکزاو ولايتونوکې د پوهنې هيڅ منسوب د دې حق نه لري چې له خپل دولتي دريځ څخه په استفادې سره دنوماندانو په ګټه اوياپرخلاف کمپاين وکړي.
له سرغړونکو سره د قانون له مخې چلندکيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته