سیاست

ستر جنرال عبدالرشيد دوستم : امنيت ددولت له ډيرو مهمو دندو څخه دى .

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٥ :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال ستر  جنرال عبدالرشيد دوستم نن په ملي شورا کې  د جوزجان او کندز دولايتونو  دخلکو له استازو ، ددغو ولايتونو  دولايتي شوراګانوله ځينو غړو ، او دجوزجان ولايت دخماب ولسوالۍ دبيلابيلو قومونو له ګڼ شميرمشرانو ،مخورو  او ځوانانو سره  ددوستم دبنسټ  دکنفرانسونو په سالون کې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ .
په دې کتنه کې ددغو ولايتونو  دخلکو څو تنو استازو  او مشرانو  دنورو په استازيتوب خبري وکړې او دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت له  پروګرامونو سره يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
دوى وروسته  په خپلو ولايتونو کې دبد امنۍ موضوع ته اشاره وکړه او ويې ويل چې په دغو ولايتونو کې  دامنيتي بنسټونو او قطعاتو   له شتون سره سره  امنيتي حالات دخلکو  له غوښتنې سره سمون نلري   او خلک له دې پلوه دويرې اوډار په فضا کې   شپې سباکوي.
ددولتي ادارو په سر کې  دغوره اومسلکي کادرونو  نه ځاى پرځاى کيدل  ، دشمال دحلقوي سړک دکار په پيل کې  ځنډ   ، په دغو ولايتونو کې دشهيدانو  دکورنيو  او معلولينو استوګنځيو او کورونو  ته ددولت نه پاملرنه  ، په مواصلاتي لارو کې دبدامنۍ ستونزې  ، دبريښنا اودڅښاک داوبو نشتوالى ، په غيرمسوولو کسانو  دوسلو ويش  اود اربکيانوله خوا دخلکو ځورونه  هغه موارد و  چې  دويناوالو له خوا دسيمې دخلکو دستونزو په توګه دجمهوري رياست  لومړي مرستيال ته  وړاندې شول.
دجوزجان ولايت په خماب ولسوالۍ  کې داربکيانوله خوا  دخلکو دځورونې او کړونې په باب  ، دجمهوري رياست لومړي مرستيال په سملاسي ډول د جوزجان ولايت  دملي امنيت رييس ته لارښوونه وکړه چې دغه موضوع دې وڅيړي او سرغړونکي دې  دقانون منګولو ته وسپاري.
د جمهوري رياست لومړي  مرستيال دکتنې دبرخه والو  دخبرو په پام  کې نيولو سره  هغوى ته په خطاب کې وويل :  ستاسو ستونزې  درک کوم  او ستاسو په ولايت کې  د هر راز بدامنۍ درامنځته کيدو په باب شيبه په شيبه معلومات ترلاسه کوم  خو يادونه کوم  چې ددغو ستونزو دحل کولو لپاره مو يو لړ ګامونه  اخيستي دي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال وويل :  امنيت ته پاملرنه  ددولت  له ډيرو مهمو دندو څخه ده   چې وڅيړل شي . زه ستاسو د دردونو اوکړ اونو په باب هم په تيرو وختونو کې او هم اوس پوره معلومات لرم او ډاډ درکوم  چې په پړاويز ډول به  دغه ستونزې  به زموږ دټولو هېوادوالو له لارې څخه  لرې کړاى شي .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال دځينو ستونزو شتون دکابينې په موضوع پورې اړوند وباله او  زياته يې کړه  دکابينې په  جوړيدو سره به زه په خپله دهېواد په شمال کې دامنيت  دتامينولو موضوع وڅيړم . اوپه دې باب مشخصې طرحې  ترلاس لاندې لرم  چې دهيواد دملي امنيت دشورا  له منظورۍ وروسته به هغه عملي کړو .
دجمهوري  رياست لومړي مرستيال دخلکو ترمنځ داختلافونو شتون ته اشاره وکړه او زياته يې کړه چې په دې برخه کې  مې هم يولړ اقدامات ترلاس لاندې نيولي دي   چې دلوى  خداى  ج  په غوښتنه  اوپه دې باب  دخپلو تجربو په پام کې نيولو سره   دخلکو ترمنځ  دنفاق لمن ټوله کړم   چې خلک په آرامه ، دوستانه  او ورور ګلويزه فضا کې  ژوند وکړي .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال د ټولنې ترمنځ دبې عدالتۍ شتون  او دانډول نشتوالى په هېواد کې  يوه  مهمه  ستونزه وبلله او څرګنده يې کړه چې دبې عدالتۍ اودظلمونوله  منځه وړل هم ددولت له دندو څخه دي.،
دولت  دځمکې دغاصبانو جرړې باسي اودځمکې دغصب  مرتکبين دقانون منګولو ته سپاري .
دجمهوري رياست لومړي  مرستيال وويل :  دبدلون او دوام ټيم  او داصلاحاتو  او همغږۍ ټيم  ديو بل ترڅنګ دملي وحدت حکومت جوړ کړى دى او هر هغه څه به عملي کړي چې له خپلو ګرانو خلکو سره يې  ژمنه کړې ده .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال په دې کتنه کې  دځوانانو حالت ته اشاره وکړه او زياته يې  کړه چې دوى ته دتحصيلي زمينو برابرول ددولت له سترو مسووليتونو څخه دي  او موږ به په دې لاره کې  خپلې  هر اړخيزې هلې ځلې وکارو  له دې امله   زموږ په ټولو کاري غونډو کې دخبرو يوه برخه  دځوانانو   چارو ته پاملرنه ده  .
دجمهوري رياست لومړي مرستيال له ځوانانو څخه  وغوښتل چې دخپل هېواد دآبادۍ لپاره  خپل پيوستون او وحدت وساتي   او دزده کړې او تحصيل په لاره کې  په نه ستړي کيدونکي توګه هڅه او هاند وکړي او ډاډمن واوسي  چې ددوستو هېوادونوله  سفيرانو او مشرانو سره په خپلو  خبرو کې مو  دماسترۍ او دکتورا ترسويې پورې ددوى دزده کړې دزمينو برابرولو په لاره کې هم يو لړ پيشنهادونه طرحه کړي دي .
دجمهوري رياست لومړي  مرستيال دغه راز بد امني، دخلکو دوزګارتيا اوبيوزلۍ عامل وباله  او ټينګار يې وکړ چې   دبدامنۍ دټغر په راټولولو سره  په هېواد کې پانګونه  زياتوالى مومي   او دکانونو درا ايستلو په برخه کې دبيلابيلو پروژو په عملي کولو سره به خلکو ته کاري فرصتونه برابر شي .
د جمهوري رياست لومړي مرستيال داوبو رسولو ، دکرنې دچارو دښه والي او خلکو ته  دڅښاک دروغتيايي اوبو دبرابرولو په برخو کې کار اودشمال  دحلقوي سړک  دپخولو دکار پيل   چې کولاى شي دخلکو  په ژوند کې سمون رامنځته کړي  ، هم  له هغو پروګرامونو څخه وبلل چې دافغانستان داسلامي جمهوريت دولت به ورته پاملرنه وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته