روغتیا

تبصره

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دنړۍ روغتيايي  سازمان دنړۍ په څو هيوادونو کې دماشومانو دپوليو يا ګوزڼ ناروغي له خپريدو وروسته بيړنۍ حالت اعلام کړ او په دغه سازمان پورې اړوند متخصصين عقيده لري چې په دغه حرکت  سره کولاي شو دنړۍ په کچه ددغې خطرناکې ناروغي دجرړو دايستولو او وچولو  لپاره هماهنګ کار ترسره کړو .
دباختراژانس مبصر ليکي: په داسې حال کې چې په ٢٠١٣ ميلادي کال کې دپوليو وحشي ويروس يواځې  دنړۍ په دريو هيوادونوکې پاکستان ، نايجريا او افغانستان کې شتون درلود خو دغه ويروس  اوس دنړۍ اوو نورو هيوادونو عراق ، سوريې ، اسرائيلو ، سوماليا ، استوايي ګينه ، ايتوپيا اوکامرون ته هم لاره موندلې ده او پاکستان ، سوريه اوکامرون دهغو هيوادونو په توګه بلل شوي دي چې کولاى شي دغه وحشي ويروس  نورو هيوادونو ته هم معرفي کړي .
له دريو هيوادونو څخه لس هيوادونو ته دپوليو ويروس خپريدو په نړۍ کې دخطرزنګ وګړنګاوه او ددغې ناروغۍ دوحشي ويروس دپراختيا او خپريدو خطر يې لاپسې  جدي کړ .
دنړۍ روغتيايي سازمان ته حالت تر يوې اندازې پورې فوق العاده اوزيانمنونکي وښوده  چې ددغه نړيوال مرکز مديرانو تيره اوونۍ يوه بيړنۍ غونډه جوړه کړه او دبيړني حالت اعلام يې  په هغو هيوادونوکې چې دپوليو ويروس لري يوه اړتيا وبلله . دنړۍ  روغتيايي سازمان په دغو لسو هيوادونوکې دبيړنۍ حالت په اعلامولو سره هلې ځلې کوي  چې ددغې مسئلې دستر ارزښت  په نسبت دنړيوالې ټولنې پاملرنه جلب کړي او دغه ټکۍ په ډاګه  کړي که چيرې پوليو ته دنړۍ په کچه ديوې جدي روغتيايي ستونزې په توګه وکتل شي لرې  به نه وي چې په دغه ويروس دککړو هيوادونو شمير لوړ شي او بې وزلي هيوادونه په تيره بيا افريقايي اواسيايي هيوادونه ددغې کور ګډې  ناروغۍ په لومه کې ښکيل شي 
دپاکستان او نايجريا تر څنګ افغانستان دهغو دريو هيوادونو په جمله کې ياديږي چې دپوليو دوحشي ويروس  دايمي کوربه دى
خو په افغانستان کې دچارو دمسوولينو کړو وړو او پروګرامونو دپاکستان او نايجريا په نسبت حالت ښه کړى و .
په افغانستان کې په کال کې څلور ځلې دپوليو دواکسين  پروګرام عملي کيږي او دغه هيواد دپوليو بشپړ له منځه تللو ته نږدې شوى و، په ٢٠١٣ ميلادي کال  کې دپوليو ١٤ مثبتې پيښې  موجودې وې .
هلمند او قندهار ولايتونه ددغې ناروغۍ دمثبتو پيښو ډګرو  خو په ٢٠١٤ ميلادي کال کې نور په دغو دوو ولايتونو او په نورو جنوبي ولايتونوکې دپوليو دمثبتو پيښو په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى خو له بده مرغه دروان عيسوي کال  له پيل څخه تراوسه پورې په افغانستان کې دپوليو درې مثبتې پيښې ثبتې شوي دي چې په لغمان ننګرهار اوکونړ کې دي
په دغو دريو ولايتونوکې دپوليو دوحشي ويروس شتون کيداي شي دغور وړ وي ځکه ددغه ويروس  شتون په تصادفي  کار نشي کيداي بلکې نور عوامل هم له ځان سره لري .
دچارو دمسوولينو دڅرګندونو له مخې، افغانستان ته دپوليو ويروس دصادريدو مرکز پاکستان دى ځکه دپوليو د له منځه وړلو پروګرام په هغو قبايلي سيمو کې چې پاکستان او افغانستان دډيورند  دکرښې په واسطه  له يوبل څخه جلا کوي تحقق  موندلى دى دغه راز دکرښې ددواړو غاړو داوسيدونکو ترمنځ دوديز تګ راتګ  شته سربيره  پردې ننګرهار اوکونړ دافغانستان او پاکستان داتباعو دتګ راتګ مهمه کرښه ده داټول ددې سبب شول چې دپوليو وحشي  ويروس په دغو سيمو کې دايمي شتون ولري اوسياسي جغرافيه  نه شي .
   کولاى دهغه دشتون مخه ونيسي .
له بلې خوا سالم او روغ کسان هم کولى شي دپوليو ليږدونکي وي او دپوليو ويروس که چيرې  ونه کړاي شي دهغوي په بدن کې ځاى ونيسي خو کيداي شي وليږدول شي .
له پوليو سره دمبارزې په لاره کې دافغان  روغتيايي بنسټونوکار ارزښتناک دى خو کفايت کوونکي نه دى همدا اوس په څو سرحدي سيموکې ثابتې روغتيايي  پوستې شته  چې هلې ځلې کوي له کرښې دې خوا دپوليو دتعرض مخه ونيسي  خو لاتراوسه پورې هم په افغانستان کې  پوليو شته  داپه ډاګه کوي چې يا موږ کم کار کړى دى اويا داچې له دغه ويروس  سره دمقابلې  لپاره محدود امکانات او ظرفيت لرو ښه به وي چې له پاکستان سره سرحدي لارې زياتې خوندي کړى شي  سربيره پر دې هغه ماشومان او سالم کسان چې له پاکستان څخه افغانستان ته راځي  هم واکسين شي .
په دې کې دشک ځاى نشته چې دغه شان پروګرامونه زيات مالي لګښت غواړي خو دهيوادوالو روغتيا او روغتيايي معسونيت  هم  د دولت دژمنو يوه برخه ده چې بايد ورته پاملرنه وکړو او دهند او ايران په شان  په خپل هيواد کې دپوليو جرړې له بيخه وباسو له دې پرته په نشه يي توکو دروږدو کسانو او دجګړې دمعيوبينو په شان به موږ دمعيوبو  ماشومانو دشتون شاهدان واوسو چې پوليو له هغوى څخه دروغتيا او د ارام ژوندانه خوند اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته