امنیت

ملي امنیت شورا د ژورنالیستانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب طرزالعمل تصویب کړ

کابل باختر د وږي  دويمه :
د ملي امنیت شورا غونډه نن د افغانستان اسلامي جمهوريت دولت د جمهور رییس محمد اشرف غني په مشرۍ په ارګ کې جوړه شوه. دجمهور رييس دوياند دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ.دملي شوراپه نني ناسته کې د حکومت له لوري د مدني ارزښتونو ، بیان ازادۍ او د بشري حقونو پر رعایت ټینګار وشو او په هیواد کې د اغیزمنې رسنیزې اجماع د رامنځته کیدو په موخه د ژورنالیستانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب طرزالعمل تر بحث او څیړنې لاندې ونیول شو. دملي امنیت شورا د یاد طرزالعمل له ترتیب کوونکو څخه مننه وکړه او هغه یې د ملي امنیت شورا په پرانسیپ کې تایید کړ.
د ژورنالیستانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب طرزالعمل د ملي امنیت شورا د تیرو ناستو او جلسو د پریکړو پر بنسټ د اساسي قانون، ډله ییزو رسنیو قانون او مالوماتو ته د لاس رسي قانون د حکمونو په رڼا کې په پنځو فصلونو او شلو مادو کې ترتیب شوی دی. دغه طرزالعمل د رسنیو ګډ فدراسیون، د ملي امنیت شورا دفتر او د جمهوري ریاست د عامه او سټراټيژیکو اړیکو مشاوریت په ګډو همکاریو د ژورنالیستانو او رسنیو د امنیت او خوندیتوب، همدارنګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د انسجام او همغږۍ د ښه والي  په موخه رامنځته شوی دی. دغه طرزالعمل د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رییس د لارښوونو او د ملي امنیت شورا د غړو لخوا د موثرو پيشنهادونه په وړاندې کولو سره نور هم بډایه او د ملي امنیت شورا په ننۍ غونډه کې تصویب شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته