امنیت

دپوليسو يو افسر په کندز کې ټپي شو

کابل-دچنګاښ دمياشتې ٢٣
دپوليسو يو افسر نن سهار په کندز ولايت کې دمقناطيسي ماين دچاودنې له امله ټپي شو.
دکندز ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى سيد سرورحسيني دباختر آژانس خبريال  ته وويل: يو مقناطيسي ماين چې د دولت دوسله والو مخالفينو له خوا په يوه ريکشا کې ځاى پرځاى کړى شوى و؛ دسپين زر شرکت په ساحه کې ددغه افسر دسپرلۍ دموټر دتيريدو په وخت کې دريموټ کنترول په واسطه له لرې لارې وچول شو.
ده زياته کړه چې ددغه افسر موټر بيخي ويجاړ شوى او دپيښې په تور څوک نه دى نيول شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته