اقتصاد

دسنګين ولسوالۍ مواصلاتي لاره پرانيستل شو.

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٨
دهلمند ولايت دسنګين ولسوالۍ مواصلاتي لاره چې له څه مودې راپه دې خوا دجګړو له امله دترافيکو پرمخ تړل شوى وه ، بيا پرانيستل شوه .
د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل: دهغو عملياتو په بهير کې چې ددغه تګلوري دپاکولو په موخه دافغان ځواکونو له خوا پيل شوې وو ، د دولت دولس تنه وسه ل وال مخالفين ووژل شول او دغه تګلورى له ماينونو څخه پاک شوى دى .
دغه عمليات له دوو مياشتو راپه دې خوا پيل شوى و چې دجمعې په ورځ ددغې مواصلاتي لارې په پرانيستل کيدو سره پاى ته ورسيد.
د يوه اړوند خبرځاى د څرګندونو له مخې :دافغان امنيتي ځواکونو عمليات دسنګين دولسوالۍ په بازار کې دغه راز دوام لري.
وسله والو طالبانو ددغې ډلې دسرد زيان په باب څه نه دي ويلې خو ادعا کوي چې پنځه بې پيلوټه الوتکې يې له منځه وړي دې چې د دوى دغه ادعا دحکومتي منسوبينو له خوا رد شوې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته