فرهنګ

د باختري آثارو نندارتون، د جاپان په کیوشو موزيم کې پرانستل شو

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې ٥مه
د هیواد د ملي موزيم د باختر د خزانې د آثارو نندارتون د روان کال د مرغومي د مياشتې په څلورمه نيټه د جاپان د فکوکا ښار په کیوشو ملي موزيم کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معين زردشت شمس او د دغه موزيم د ریيس شيماتاني هېرويوکي له خوا پرانېستل شو.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
په دغه نندارتون کې ۲۳۱ قلمه آثار شامل دي چې د فلول تپې، طلا تپې، آی خانم او د بګرام له لرغونو ساحاتو څخه ترلاسه شوي دي. دغه آثار به د ۲۰۱۶ م کال د فبروري تر ۱۴مې په همدې موزيم کې نندارې ته وړاندې کيږي.
د يادونې وړ ده چې دغه آثار به تر دې وروسته، د ۲۰۱۶م کال په اپرېل مېاشت کې، په ټوکيو ملي موزیم کې هم د دوو مياشتو لپاره نندارې ته وړاندې شي.
په پرانېست غونډه کې، ښاغلي شمس وویل چې د یاد نندارتون موخه د افغانستان لرغونی تاريخ او بډای فرهنګ  نړیوالو په ځانګړي ډول د دوست هېواد جاپان فرهنګ مینو خلکو ته ورمعرفي کول دي.
نوموړي په فرهنګي او نورو برخو کې له افغانستان سره د جاپان له مرستو څخه مننه وکړه او د افغانستان او جاپان د کلتوري اړیکو پر لا پراختیا یې تینګار وکړ.
نوموړي همدا راز د جاپان د حکومت په تېره له پروفېسور هېراياما څخه مننه وکړه چې د هېواد د ملي موزيم ۱۰۲ قلمه تښتول شوي آثار يې د تېرو ۱۵ کلونو راهېسي په جاپان کې خوندي ساتلي.
د یادونې وړ ده چې د ټوکيو نندارتون په پای کې به دغه آثار افغانستان ته وسپارل شي.
د کيوشوموزيم ریيس شيماتاني هېرويوکي په خپله وېنا کې د افغانستان د حکومت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه وکړه چې د دوی غوښتنه يې ومنله او خپل تر ټولو ارزښتناکه اثار يې د نندارتون لپاره ور واستول.
هغه هيله وښوده چي د افغانستان او افغانانو د پېژندلو لپاره دا يو طلايي فرصت دی او هيله من دی چې ګڼ شمېر جاپانيان به يې کتو ته ورشي.
په کيوشو او ټوکيو موزيمونوکې به د دواړو نندارتونونو له لارې دوه سوه پنځوس زره امريکايي ډالر یا نږدې ۱۷ میلونه افغانۍ او همداراز د نندارتون د ټولو عواېدو ۴۰ سلنه افغانستان ته ورکول کيږي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته