کابل باختر د وري اوومه :
په کابل کې دفوټبال دبي دګروپونو دسياليو وروستى پړاو نن ترسره کيږي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغوسياليو کې له دوه ديرشو برخه والو ټيمونو څخه دمتحد افغان او مخابراتو ټيمونو وکولاى شول چې دفوټبال دبي دګروپونو دسياليو وروستي پړاو ته لاره ومومي . او دوروستي پړاولوبه نن له غرمې وروسته ددغو دوو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې ترسره کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ