امنیت

د دولتي اوسپنې د غلا مخه ونيول شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١٤
د جوزجان پوليسو شپږ تنه پرون د دولتي اوسپنې د غلا په تور ونيول.
دجوزجان ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال فقير محمدجوزجاني دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغو کسانو د وسايلو يوه زياته اندازه اوسپنه چې د ګازو د څاګانو په کيندلوکې کارول کيدل او برمه يي نلونه پکې شامل دي؛ غلو غوښتل هغه له خواجه دوکو ولسوالۍ څخه بهرته وليږدوي.
جوزجاني زياته کړه: نيول شوي کسان په ګيسي ماشينونو سمبال وو چې نلونه په مهارت سره غوڅ او په يوه باروړونکي موټرکې يې ځاى پرځاى کړي و.
ده زياته کړه: د دغې اوسپنې اندزه لسګونو ټنوته رسيږي او تر اوسه پورې روښانه نه ده چې کوم ځاى ته ليږدول کيدل او ښايي چې پخوا هم دغه شان غلاوې شوې وې.
ويل کيږي؛ دغه اوسپنه چې ارزښت يې مليونونو افغانيو ته رسيږي؛ د شمالي د هايدروکاربنونو په رياست پورې اړوند دى چې د خواجه دوکو ولسوالۍ د ستر ځنګل په برمه کارۍ پورې مربوطه و .
د جوزجان د ولايتي شورا غړى اکرام الدين فرجاد وايي چې په بيت المال پورې د غلا اړوندې قضيې دې بايد د اړوندو مسوولينو له خوا په دقيق ډول وڅيړل شي . دغه شان قضيې ته بايد لږ ازښت ورنه کړى شي . دا ټول ټولګټې تاسيسات دي چې د غلو له خوا لوټيږي.
ده ادعا وکړه چې د دغو قضيو ترشا داسې لاسونه کارکوي او داسې کسان پکې لاس لري چې دغه څيرې بايد افشا شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته