٣٤ – کابلباختر د مرغومي ٤ مــــــــــــــــه
په ملي او نړيواله برخه کې څيړنيز با ميان ته يوه کتنه د هغې غونډې عنوان و چې نن د ا طلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعا تو په نړيوال مرکز کې جوړ شو
دا په دې برخه کې دويمه غونډه ده چې تر او سه پورې جوړه شوې ده
د باختر د ا طلاعا تي ا ژانس دخبريال دخبر له مخې : په دې غونډه کې دلوړو زده کړو وزارت سلا کار سيد عسکر موسوي د با ميا نو د تاريخ ،فرهنګي ارزښت اود هغو څيړنو په باب خبرې و کړې چې تر اوسه پورې په دې بر خه کې شوي وې
وروسته امريکا يې څيړو نکى او افغا نستان پيژندو نکى ميرمن نانسې دوبرى دبا ميا نو د فرهنګي اثارو اود فرهنګي ميرا ثو نو د تاريخي لرغونتيا او سا تنې او هغو څيړنو په باب اوږدي خبرې و کړې چې په خپله دې په دى برخه کې کړې دي
دغونډې له پاى ته رسيدو وروسته مورخ او د جمهوري رياست سلا کار استاد ناطقي شفا هي ،ډا کتر سيد عسکر موسوي او د افغانستان د تاريخ څيړونکى استاد دين محمد جاويد دبا ميا نو په باب ګردي ميز کې دباميا نو اود هغه د فرهنګي اوتاريخي برخو په باب برخه والو ته معلو مات ورکړل
دغه غونډه دسلام د فرهنګي اوټولنيز مرکز په هلوځلو سره جوړه شوه