سیاستخبرونه

جمهوررییس په افغانستان کې د کوریا جمهوريت له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

٣۷- کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د کوریا جمهوریت له سفیر ژاهیونګ ري سره په مخه ښې کتنه کې د نوموړي د کوښښونو د قدردانۍ په موخه هغه ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس غني په دې کتنه کې د افغانستان سولې او انکشاف لپاره د کوریا جمهوريت د دوامداره مرستو مننه وکړه، ویې ویل: د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجربو د تبادلې، حکومتولۍ او خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې ډېر فرصتونه شته چې باید استفاده ترې وشي.
جمهوررییس وویل: د کوریا جمهوريت دې له افغانستان سره د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ښوونې او روزنې او د ډیجیټل کولو په برخو کې خپلې بریالۍ تجربې شریکې کړي.
د کوریا جمهوريت سفیر ژاهیونګ ري په افغانستان کې پر خپل ماموریت خوښي وښوده او له افغانستان څخه د خپلو ښو خاطرو لرلو ترڅنګ یې وویل: د کوریا جمهوريت د افغان حکومت د ټولو پروګرامونو ملاتړ کوي.
هغه زیاته کړه: د کوریا جمهوريت د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او له طالبانو ډلې سره د سولې په خبرو کې باید ټول ټولنیز او سیاسي ظرفیتونه وساتل شي او دوام وکړي.#
پای/ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته