امنیت

هغه ښځه چې تښتول شوې وه وژغورل شوه .

کابل – باختر د وري دمياشتې ٢٤
دبغلان ولايت پوليسو نن يوه ښځه ديوه انسان تښتونکي له منګولو څخه وژغورله.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزې مديرسمونوال عبدالغفار تقوا دباختر آژانس خبريال ته وويل، دغه ځوانه ښځه يوه مياشت مخکې دکندز ولايت له چار درې ولسوالۍ څخه تښتول شوې وه او دبغلان ولايت پل حصار ولسوالۍ ته ليږدول شوې وه چې دپوليسو له خوا ددغې ولسوالۍ دلکن مار په کلي کې وژغورل شوه او دامن کورته وليږدول شوه.
خبرځاى زياته کړه دقضيې عامل له سيمې څخه تښتيدلى او پوليس دهغه دنيولو په لټه کې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته