ټولنه

دفراه ښار څه دپاسه نهو زرو تنو دملي پيوستون له لسو پروژو څخه ګټه واخسته .

کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
دفراه ولايت  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست دملي پيوستون دپروګرام لس ټولګټې  پروژې بشپړې او پرون ګتې اخستنې ته وړاندې شوې .
دفراه ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس انجنير عبدالروف  دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو پروژو کې د لاسي بمبو  په درولو سره دخښاک داوبو دڅاګانو کيندل ، دټولنيزو مرکزونو استنادي ډيوالونو ، کلينيکونو او دښوونځيو جوړول په عمومي سړکونوکې دپلونو او پلګوټو جوړول ، دبريښنا دکوچني  دستګاه جوړول  دکرنيزو اوبو دويش لپاره دبندونو جوړول او په سړکونو کريړ اچول شامل دي چې دفراه ښار په مربوطاتو کې عملي شوي دي .
   دفراه ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا درييس دڅرګندونوله مخې  په دغو پروژو څه دپاسه يو مليونو څلور سوه زره افغانۍ لګيدلي دي چې دسيمې دخلکوپه سلو کې  دلسو په ونډې سره دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له خوا ورکړى شوي دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو پروژو له ښيګڼو  څخه په فراه ښار پورې اړوند له شپږو کليو نهه زره درې سوه څلور نوي تنه اوسيدونکي  ګټه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته