کابل / د چنګاښ ٨ مه / باختر
د فراه د کووېډ – ۱۹ سل بستریز ولايتي روغتون پرون ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
کرونايي ناروغانو ته دغه ځانګړي شوي روغتون د ٥٠ میلیونو افغانیو په لګښت د جمهوري ریاست عملیاتي واحد او ملي پراختیا شرکت جوړ کړی دی .
دغه روغتون ۶۶ کوټې لري او په ۳۱ ورځو کې جوړ شوى دى.
د فراه والي محمد شعیب ثابت وویل چې دغه روغتون به له ټولو عصري طبي تجهیزاتو سره يې ناروغانو او ناروغ لرونکو ته ډېر ښه خدمتونه وړاندې کړي.
ختم/ع
0 د یوې دقیقې څخه لږ