امنیت

په تخار کې طالبان دماتې په حال کې دي .

کابل / دتلې ٩مه / باختر :
په تخار کې پوځيان  دپرمختګ په حال کې دي او په يوه نوې پېښه کې يوولس وسله وال طالبان په دغه ولايت کې ووژل شول .
وسله والو طالبانو درې ورځې مخکې دتخار ولايت په مرکز تالقانو ښار او ددغه ولايت دبهارک اوخواجه غار دولسواليو په ځينو سيمو خپل بريدونه پيل کړل .
دتخاردپوليسو وياند خليل اسير باختراژانس ته وويل: اوس سخته جګړه دوام لري . او يوولس وسله وال طالبان دغوڅ ملاتړ دهوايي ځواکونو په بريد کې ووژل شول . امنيتي او دفاعي ځواکونه  دتخار  دمرکزله شاوخواسيمو اودبهارک او دخواجه غار په ولسواليو کې دطالبانو  دبريدونو په شنډولو بوخت دي .
هغه وويل چې پوځيان له ځمکې اوهوا څخه په طالبانو بريدونه کوي خو څرنګه چې دښمن په ځينو سيمو کې دخلکو له کورونو څخه دسنګر په توګه  استفاده کوي  پوځيان په خپل پرمختګ کې احتياط رعايتوي .
   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته