امنیت

د روزګان چورې ولسوالۍ ته وسله والوطالبانو د خوارکې توکو د لېږد مخ نیولې.

کابل باختر  دوري د میاشتې ۱۹ مه
د روزګان ولایت د ولایتي شورا مسوولین وايي له تېرو دوو ورځو راهیسې وسله والوطالبانو چورې ولسوالۍ ته د خوراکي او غیر خوراکي توکو  توکومخ نیولې ده.
د روزګان  ولایت د ولایتی  شورا مسوولینو او عامو خلکو د باختر اژانس سیمه يېز خبریال ته ویلي چې  په ياده ولسوالۍ کې اوس د خوارکي اوغیري خوارکې توکو بیې اسمان ته ختلې چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
د روزګان ولایتي اداره هم مني چې يادې ولسوالۍ ته وسله والوطالبانو د خوارکي اوغیري خوارکي توکو مخه نیولې، خو وايي چې د دې ستونزې د اوارولو په موخه يې د قومي مشرانو پرمټ هڅې پیل کړي دي.
ديادونې وړه ده  چې تېر کال هم وسله والوطالبانو د دغې ولسوالۍ لاره تړلې وه چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي و.پاى_وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته