کابل باختر دمرغومي نوولسمه :
په تيرو څليرويشت ساعتوکې د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د خلکو د سر او مال د ساتنې او د ډار اچوونکو د ځپلو په مقصد د هېواد په بېلابېلو سيموکې ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې په بهيرکې د طالبانو د دريو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو په ګډون ٥١ تنه ډار اچوونکي ووژل شول؛ ٢٨ تنه ټپيان او يوتن بل يې ونيول شو .
دملي دفاع وزارت د ستراتيژيکي او عامه اړيکو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ: د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د دغو ګډو عملياتوپه بهيرکې چې د هېواد د هوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ د ننګرهار، کاپيسا، لغمان، لوګر ، پکتيا، پکتيکا، غزني، روزګان ، زابل ، هرات، نيمروز، فارياب، سرپل، کندز ، تخار، بدخشان ،بلخ ،بغلان ، جوزجان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ د نيمروز ولايت د خاشرود ولسوالۍ په مربوطاتو کې نولس تنه ياغيان ووژل شول او نوولس تنه نور يې ټپيان شول او ددښمن يو کلينيک ونيول شو او د هغوى د سوق او ادارې دوه مرکزونه، څلويښت سنګرونه او يوه اندازه وسلې او مهمات له منځه يوړل شول او ديارلس ماينونه کشف او شنډ کړى شول .
دغه راز د لغمان ولايت د الينګار ولسوالۍ د جادکتل، بصران، ميداني او د شهيد بابا د کليو په مربوطاتوکې د راز محمد په نامه د وسله والو طالبانو ديوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون شپږ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول او دبدخشان ولايت د کوز او بر يفتل او د بهارک د ولسواليو په مربوطاتوکې دعزت الله په نامه دوسله والو طالبانو دسيمه ئيز قوماندان په ګډون څوارلس تنه ياغي طالبان ووژل شول او دهلمند ولايت د ناد علي او سنګين د ولسواليو په مربوطاتوکې د سبحاني آغا په نامه دطالبانو ديوسيمه ئيز قوماندان په ګډون نهه تنه ډار اچوونکي ووژل شول او دوه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه راز ددغو عملياتوپه بهيرکې د ننګرهار ولايت د پچير اواګام، دخوست ولايت دصبريو، د زابل ولايت په شمالزو او د غزني ولايت د اندړو د ولسواليو په مربوطاتوکې درې تنه ډار اچوونکي ووژل شول او يوتن بل يې ټپى شو .
1 1 دقیقه لوستل