ورزش

د هرات ولايت د کاراتې ورزشکارانو په نړيوالوسياليوکې مډالونه وګټل

کابل باختر د تلې پنځلسمه :
د هرات د کاراتې منتخب ټيم په ايران کې له نړيوالوسياليو څخه د سرو زرو د دوو مډالونو په ګتلوسره پرون هرات ولايت ته راستون شو .
د هرات ولايت ورزشي آمرعبدالقيوم جامي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل: د کاراتې نړيوالې سيالۍ چې يوه اوونۍ مخکې د ايران په اصفهان ښارکې پيل شوې وې؛ محمدرفيع د ٨٤ کيلو ګرامو او رستمي د٥٠ کيلوګرامو په وزنونوکې د دغو سياليو د سرو زرو مډالونه وګټل.
د خبرځاى د څرګنددنو له مخې: په دغوسياليوکې له هرات ولايت څخه اووتنو ورزشکارانو ګدون کړى و.
جامي وويل: دغه راز د هرات ولايت يو بل ورزشکار ححبت الله په روسيه کې د ٤٨ هيوادونو ترمنځ د کيوکوشين کان کاراتې په نړيوالو سياليوکې د ژيړو مډال وګاته چې نن هرات ولايت ته راستون شو او په هوايي ډګرکې د ورزشي مسوولينو او خلکوله خوا يې تود هرکلي وشو .
ده دغه مډال د ٧٥ کيلو ګراموپه وزن کې ګټلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته