اقتصاد

جاپان ديو ويشت اعشاريه دريو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت له سازمانونو او په افغانستان کې دبشر دوستانه او بيړنيو مرستو لپاره همکاري کوي .

کابل باختر دوري  پنځمه :
  دجاپان حکومت په دې وروستيو وختو کې دپناه غوښتوونکو په چارو کې ملګروملتو دسازمان له عالي کميشنرۍ  ، دملګروملتو دسازمان د ماشومانو له صندوق ،  دماين پرخلاف دملګروملتو دسازمان له خدمتونو ، دنړۍ دخوړو له پروګرام او دمهاجرت له نړيوال سازمان سره په ټوليزه توګه  ديو ويشت اعشاريه دريو مليونو امريکايي ډالرو مرسته وکړه .
په کابل کې دجاپان سفارت باختراژانس ته خبر ورکړ: دجاپان دغه مرستې دغه سازمانونه  په دې بريالي کوي چې له پاکستان او ايران څخه له راستنو شويو مهاجرينو او په خوراکي نه امنيت، خوار ځواکۍ او په طبيعي آفتونو له اخته کسانو  ، بې ځايه شويو کسانو  او په نورو بحراني شرايطو کې داساسي مرستو دوړاندې کولو له لارې بشرې چلنجونه وڅيړي  . دغه مرستې ديو- ان –او- سي- اچ آي دبشري پروګرام د ٢٠١٦ميلادي کال اړتياو له دغې بودجې څخه شپږ مليونه ډالره يې دمهاجرينو په چارو کې  دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ ددفتر له لارې لګول کيږي .
دجاپان دحکومت دغه همکاري له ايران او پاکستان څخه په داوطلبانه ډول دافغان مهاجرينو دراستنولو او دبيا  هميشني ادغام او دافغانستان دجنوب ختيځې سيمې  له مهاجرينو سره دبشر دوستانه  خدمتونو دوړاندې کولو لپاره مرسته او ملاتړ دى .
  دجاپان مرستې دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان  عالي کميشنرۍ په دې بريالى کوي چې دراستنيدونکو ساتنه او څارنه وکړي او دغه راز دهرات اوننګرهار اوکابل په ولايتونوکې په ټوليزه توګه  ددريو مرکزونو دساتنې او کړو وړو لپاره ترسره کيږي چې ديرش زره تنه راستندونکي ورڅخه ګټه واخلي او شل مليونه ډالره يې دملګروملتو دسازمان دماشومانو دصندوق دملاتړ په خاطر لګول کيږي .
دجاپان دحکومت مرسته دملګروملتو دسازمان دماشومانو  صندوق دهغو کابو شلو زرو تنو لپاره چې دجګړې او دطبيعي آفتونو له امله  زيانمن  شوي دي داوبو  په تامينولو او دروغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو بريالى کوي .
دجاپان دمرستې  په واسطه دغه تمويله شوې پروژه په بيړنيو اودبيا ادغام په حالاتو کې ددوه ويشتو زرو تنو ماشومانو او دهغوى دميندو اوپلرونو ملاتړ کوي او اسانتياوې برابروي .
دغه راز له ايران څخه څلور زره اته سوه راستنو شويو بې سرپرستو ماشومانو ته به ښې  اسانتياوې برابرې شي او دوه مليونه ډالره نور يې دملګروملتو دسازمان دماين دخدمتونو په برخه کې لګول کيږي او اته مليونه ډالره نور به دنړۍ دخوړو دپروګرام له لارې دخوراکي توکو دبرابرولو په برخه کې او پنځه مليونه ډالره يې دمهاجرت دنړيوال سازمان له لارې ولګول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته