امنیت

په هرات ولايت کې له دولت سره ديوي وسله والي مخالفي ډلي پيوستون

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢١:

دطالبانو په ډلې پوري  اړوند ديارلس تنه وسله وال جګړه ماران پرون په هرات ولايت کې دسولي  له بهيرسره يوځاي شول.

دغو کسانو دملانصير په سرګروپي دشينډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې وسله وال فعاليت کاوه  له خپلو وسلو اوجنګي تجهيزاتو سره ددغه ولايت په امنيې قوماندانۍ کې ديوشمير ملکي اوپوځي مقاماتو په شتون دسولې له بهيرسره يوځاى شول.

دهرات ولايت والي ډاکتر داودصبا دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل  ملا بصير او دوه تر امر لاندې  کسان دسولې دعالي شورا له طرزالعمل سره سم دراتلوونکو دريو مياشتو په بهيرکې  ملاتړيزو پروګرامونو ترپوښتنې لاندې نيول کېږي اودبيا جوړولو په پروګرامونو کې دکار کولو دلومړيتوب حق هم دوى ته ورکول کېږي .

ديادونې وړ ده چې په روان کال کې ددولت دري سوه ديرش تنه وسله وال ناراضيان دسولې له بهيرسره يوځاى شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته