امنیت

شپږطالبان په ميدان وردګو کې ووژل شول

کابل/ دتلې ١٧مه / باختر:
شپږ وسله وال طالبان په ميدان وردګو کې له کوماندو ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په جغتو ولسوالۍ کې بريد وشو.
په دې جګړه کې  يو ډاراچوونکي دپوځيانو له خوا ونيول شو .
دميدان وردګو يوه امنيتي مقام باخترآژانس ته وويل ؛ په دې جګړه کې شپږوسله وال طالبان ووژل شول او يو بل طالب ونيول شو.
هغه وويل ؛په دغو وسله والو طالبانو ددوى په سنګرونو هغه وخت بريد وشو چې دډاراچوونکو بريدونو په طرحه کولو بوخت وو.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي  چې په ميدان وردګو کې ديولړ چادونو مخه ونيول شوه.
پوليسو نن سهار ددغه ولايت له  ګڼو ميشتو لارو څخه اته ماينونه کشف اوشنډکړل
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته