مهترلام باختردمرغومي ٢٨ نيټه :
د وسله والو ډاراچوونکو د يوه قوماندان په ګډون څلور تنه پرون په لغمان ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠١سيلاب قول اردو وياند شيرآقا فقيري د باختر آژانس خبريال ته وويل ؛ دغه ډاراچوونکي دپوځيانو په ګډو عملياتو کې دلغمان ولايت د مرکز په شمال ختيځ کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې په خيبر مشهور حبيب الله د ډاراچوونکو يو سيمه ييز قوماندان هم شامل دى.
په دغو عملياتو کې درې تنه نور ډاراچوونکي ټپيان شول او د پهلوان کلى ، سيدقلعه ، ګل آباد کلى او تماسيانوکلى او د لکندو کلې د ډاراچوونکــو له شتون څخه پاک شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ