نړۍ

دګاردين ورځپاڼه : هبت الله دسولې دخبرو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .

لندن  باختر د لړم څلورمه :
  په داسې حال کې چې يوشمير افغانان دسولې دروانو هڅو په باب شک او ترديد څرګندوي دطالبانو له خولې ويل شوي دي چې ددغې ډلې مشر دسولې دخبرو دبهير دګړندي کولو لپاره هلې ځلې کوي .
دګاردين ورځپاڼه دطالبانو دځينو سرچينو له خولې  وايي چې ددغې ډلې مشر هبت الله اخوند زاده دافغانستان له  حکومت او امريکا سره دسولې دخبرو دچټکتيا  لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .
دوسله والو طالبانو دډلې يوه جګپوړي  مقام دګاردين ورځپاڼې ته ويلي دي  چې دسولې په دغو خبرو کې به پاکستان او دافغانستان نور ګاونډي  هېوادونه  کرار کرار شريک کړى شي .
دګاردين  دغه ر پوټ له هغه وروسته خپور شوى دى چې همدې ورځپاڼې  په قطر کې  دطالبانو او دافغانستان دحکومت  داستازو د‌‌‌پټې کتنې يو رپوټ خپور کړ. او وروسته يې پاکستان ته دطالبانو ددرې  کسيز  هيئت  سفر تاييد کړ.
دوسله والو طالبانو دډلې يوه جګپوړي مقام هم په قطر کې ګاردين ته ويلي دي پاکستان غواړي  دسولې دخبرو بل پړاو تر خپل کنترول لاندې ونيسي .
دوسله والو طالبانو دډلې وياند ذبيح الله مجاهد  پاکستان ته دقطر ددفتر ددرې کسيز هيئت  دسفر موخه دځينو مدرسو  دتړل کيدو په باب خبرې او دافغان مهاجرينو په باب خبرې بللې دي خو دطالبانو نورو سرچينو ګاردين  ته ويلي دي چې دطالبانو دغه هيئت  له پاکستاني مقاماتو سره دسولې داحتمالي خبرو او دنورو مسئلو په باب سلامشورې کوي .
سره له دې چې دسولې دخبرو دبيا پيلولو په باب انګيرنو  يوځل بيا ر نګ اخيستى دى خو يوشمير افغانان شک او ترديد څرګندوي او وايي چې کال په کال داوبو او هوا په سړښت  او دطالبانو په جنګي ځواکمنيو کې په بدلون سره دسولې موضوع توديږي او داوبو او هوا په  تودوخې سره  دسولې موضوع بيا سړيږي .
دطالبانو يوه جګپوړي مقام په قطر کې  ګاردين ته ويلي دي چې پاکستان غواړي بيا دسولې خبرې تر خپل کنترول لاندې ونيسي او په همدې حال کې ځان دامريکا له فشارونو او له نړيوال تجديد څخه وژغوري .
دغه مقام دغه راز ويلي دي چې پاکستان ته استول شوى هئيت دسولې دخبرو او دنورو معلوماتو اوموضوعګانو د شريکولو په باب خبرې کوي  .
دبريټانيا دګاردين ورځپاڼې  درپوټ له مخې :دطالبانو يوشمير مشران په دغې مسئلې اعتراض  کوي چې دقطر ددفتر غړي په داسې ډول پاکستان ته تللي دي  چې ګنې پاکستاني مقاماتو هغوى احضار کړي وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته