امنیت

د خوست د امنیې قوماندانۍ پنځه تنه افسران په رتبو وویاړل شول

کابل_باختر د ليندۍ د مياشتې٨ مه
د خوست ولايت امنیې قومانداني هغه پنځه تنه  هڅاند افسران دکورنیو چارو وزارت له خوا  په فوق العاده رتبو وویاړل شول چې په خپلو دندو کې یې  وړ تیاوې ښودلې وې.
د دغو پنځو تنو له ډلې څخه سمونمل فیض محمد ساوو ،څارمن مسعود، څارمن نجیب الله، څارمن حبیب الله او څارمن نیازولي ته فوق العاده رتبې دخوست امنیه قوماندان او درهبري غړو له خوا وروټومبل شوې.
  د خوست امنیه قوماندان جنرال فیض الله غیرت په خبرو کې دمجازاتو او مکافاتو په اصل ټینګار وکړ.
ده زیاته کړه هغه څوک چې په دندو کې  وړتیا وښیې  له ځنډ پرته به مکافات او څوک چې ناغیړي وکړي مجازات به شي.
ده  دکورنیو چارو وزارت له رهبري څخه مننه وکړه چې دامنیې قومانداني په وړاندیز یې دغو افسرانو ته فوق العاده رتبې منظورې کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته