امنیت

دملي اردو لوى درستيز دبرتانيا دشاهي هيواد وسله والو قواوو له لوى درستيز سره د خپل دفتر کې وکتل .

-کابل باختر د لړم لومړي:
دملي اردو لوى درستيز  دبرتانيا  دشاهي هيواد وسله والو قواوو له لوى درستيز سره د خپل دفتر کې  وکتل .
  دملي دفاع  وزارت دوينديو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې  کاري کتنه کې  ددواړو هيوادو ترمنځ په دوستانه اړيکو و امنيتي  حالت  دملي اردو په بې سارى پرمختياوو ، او دايساف په چوکاټ کې دبريتانيا هيواد دپوځي ټولګيو دهمکاريو په اړه خبرې وشوې
  په دې کتنه کې دملي اردو لوى درستيز سترجنرال ارکانحرب شير محمد کريمي په خبرو کې وويل: دتيرو کلونوپه اوږدو کې  ددوست هيواد بريتانيا له افغانستان سره دبياودانولو ، سولې او ثبات اودملي اردو دښوونې او روزنې  په لاره کې ارزښتناکې مرستې کړي دي چې په قدرداني يې يادونه کوو .
  لوي درستيز دملي اردو لوړو  مهارتونو او ارزښتناکولاسته راوړنو ته په اشارې  سره وويل، دافغانستان ملي اردو په تيرو کلونوکې زياته پرمختيا موندلى، ښه سمبال شوي او نن يې ملي او نړيوال لوړباور او اوچت دريځ خپل کړى دى.
  لوى درستيز وويل، اوس ملي اردو  ددې ځواکمني ترلاسه کړى چې ټول جګړه ئيز عمليات او اړوند فعاليتونه  په خپلواکه  توګه پلان او رهبري  کړي .
وروسته دبريتانيا  شاهي هيواد  دوسله والو قواوو  لوى درستيز ستر جنرال نيک کارتر  په خبروکې دافغان ملي  اردو دبى نظيره لاسته  راوړنو او لوړو مهارتونو  له امله خوښى څرګنده   کړه او ويې ويل  دبريتانيا  هيواد او د ايساف په چوکاټ کې ددې هيواد پوځي ټولګيو دتيروکلونو په اوږدو کې له افغانستان  سره په ودانيزو برخو او په ځانګړي توګه دملي اردو دښوونې او روزنې  اوسمبالښت  په لاره کې زياتې مرستې کړى دى چې ښه مثال يې د ځوانو افسرانو داکاډمۍ  جوړيدل دى. ده وويل : له ٢٠١٤ کال وروسته به هم  په   پوره ژمنتيا  او څنګ  په څنګ  له تاسو سره خپلو دغو ملاتړو  اوسوله  ئيزو مرستو ته ادامه ورکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته