فرهنګ

دهرات دکرخ تاريخي جومات ترميميږي

کابل باختردوږي دمياشتې ١٦ :
دهرات دکرخ تاريخي ښار په نږدې راتلوونکې کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا ترميميږي .
دغه تاريخي جومات چې دامير عبدالرحمن خان دسلطنت په دوران کې په لرغوني هرات کې جوړشوى دى دهغې پيړې يوه ډيره ښکلې معماري نندارې ته وړاندې کوي .
دغه ښکلي جومات زياتره دکمان په ډول په لرګيو جوړشوى دى .
دکرخ جومات  دزمانې  په تيريدو او هغه ته په سمه توګه  دنه پاملرنې له امله دړنگيدو په  حال کې دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مقامات وايي چې دغه تاريخي جومات به  دهغه دتاريخي اصالت په ساتنې سره ترميم کړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتاريخي آبداتو دساتنې اوترمميمولو رئيس عبدالاحد عباسي باختراژانس ته وويل چې ډير ژر به  ددغه تاريخي جومات دترميمولو کار پيل شي .
ده وويل چې لندبل ددغه جامع جومات ځينې برخې په قسمي ډول ويجاړې کړي دي او جدي اوفني ترميم ته اړتيالري .
عباسي وايي چې دتاريخي اصالت اودمعماري دساتنې لپاره  ، د دغه لرغوني جومات دترميمولو په کار کې به له هغو موادو څخه به استفاده وشي چې په خوا په جوړولو کې يې کارول شوي و.
دا په داسې  حال کې ده چې څه موده مخکې هم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په لرغوني هرات کې دامير علي شير نوايي   دآرامګاه دترميمولو کار پيل شو او ټاکل شوې ده ترشپږو مياشتو پورې ترميم شي .
په همدې حال کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  مقامات وايي دوى هلې ځلې کوي چې دمرستندويو مرکزونو دمرستو په جلبولوسره په افغانستان کې دتاريخي څلو اوآبداتو دترميمولو بهير کړندي کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته