خبرونهامنیت

په کابل کې ۶ کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور ونیول شول

کابل، د مرغومې ۱۴مه، باختر

امنیتي سرچینو په پلازمېنه کابل ښار کې د بېلا بېلو جرمونو په تور د ۶ کسانو د نیول کېدو خبر ورکړی دی.

د کابل امنیې قومندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د ښار اړوند درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د امنیې قومندانۍ په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د نیول شویو کسانو له ډلې ۳ تنه د مبایلونو او له کورونو د غلا په تور له یو عرادې موټر او یوې تومانچې سره او درې تنه د جعل کارۍ په تور له یو شمېر جعلي پلېټونو او جواز سیرونو سره نیول شوي.

سرچینې زیاته کړې، چې د نیول شویو کسانو دوسیې به تر بشپړېدو وروسته اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته