خبرونهاقتصادټولنه

په خوست کې د مخابراتي شبکو خدمات کمزوري شوي دي

کابل/ د چنګاښ ۲۲ مه / باختر

په خوست کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د مخابراتي شبکو کمزورو خدمات خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

د دغه ولایت اوسیدونکي وايي چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې په ډېرو سیمو کې د شپې له ۶ بجو وروسته مخابراتي شبکې هېڅ کار نه کوي، چې دوی یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د خوست د اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ اوسیدونکی کبیرخان وایي چې د دوی په سیمه کې له تېرو دوو اوونیو راهیسې مخابراتي شبکې له مازیګر وروسته کار نه کوي او هره شبکه د شپې خپل فعالیت دروي.

یوازې عام خلک نه دي چې له یادې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي، بلکې دولتي مامورین او د موسسو کارکوونکي هم له کمزوري انټرنیټ ځورېږي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسیدونکی خلیل جان ګربزوال وایي، نږدې دوې اوونۍ کېږي چې د دوی په ولسوالۍ کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي چې له امله یې دولتي مامورین هم له ستونزو سره مخ دي.

په ورته وخت کې د خوست د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس محمد عارف احمد زی هم ستونزه مني؛ خو زیاتوي چې د مخابراتي شبکو له ځايي مسوولینو سره یې اندېښنه شریکه کړې.

هغه وايي: (( په خوست کې په ځينو ساحو کې د شپې له خوا  ام ټي ان شبکه قطعه کېږي، موږ ورسره اندېښنه شریکه کړې، خو هغوی وایي چې دا زموږ صلاحیت نه دی او له مرکز څخه کنټرولېږي، موږ خپل راپور اترا ادارې ته هم لېږلی او نن مو بیا هم د مخابراتي شبکو ځایي مسوولین راغوښتي او په دې تړاو ورسره ناسته لرو.))

په همدې حال کې د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اترا) ویاند سعید شینواری وایي چې په خوست کې له تېرو څلور ورځو راهیسې د ګواښونو له کبله مخابراتي شبکو د شپې خدمات کم کړي دي. هغه زیاتوي چې اترا هڅې پیل کړي چې ستونزه ژر حل کړي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته