کابل باختر د تلې اوومه :
دميدان ودرګو ولايت په مربوطاتو کې دپوځيانو په ناڅاپي بريد کې څو تنو ډار اچوونکو ته مرګ ژوبله واوښته .
په دغو طالبانو په تيرو څلورويشتو ساعتو کې دميدان وردګو ولايت په ځينو سيمو کې ټيک کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو بريدونه وشول .
دميدان وردګو ولايت يوه پوځي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ده وويل وسله وال طالبان دميدان وردګو ولايت په مربوطاتو کې په خپلو ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو چې بريدونه پرې وشول .
ويل کيږي چې دپوځيانو په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو او سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى . ختم- ف _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ