جلال آباد باختر دتلې دمياشتې دويمه نيټه :
په ننګرهار ولايت کې نن سهار په چاوديدونکو توکو بار يو موټر سايکل کشف شو.
دغه موټر سايکل نن سهار مخکې له دې چې وچول شي، د ملي امنيت د منسوبينو له خوا کشف او شنډ کړاى شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل: ټاکل شوې وه له دغه موټر سايکل څخه په استفادې سره په جلال آباد ښارکې مرګانۍ پيښه رامنځته شي چې مخکې له چاودنې د ملي امنيت د منسوبينو له خوا کشف او شنډکړاى شو.
تر اوسه پورې د دغې پيښې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او امنيتي مامورينو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ