امنیت

نهه تنه مخالفين په عملياتو کې ووژل شول.

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٢
دوسله والو مخالفينو له شتون څخه دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ د پاکولو په موخه له دريو ورځو راپه دې خوا پوځي عمليات دوام لري.
دلوګر دوالي وياند سليم صالح دباختر آژانس خبريال ته وويل :په دغو عملياتو کې تراوسه پورې نهه تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او دمخالفينو يوه اندازه وسله او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
ديادونې وړ ده چې په دغوعملياتو کې دملي اردو يو سرتيرى ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته