امنیت

دهېواد په ختيځ کې دډاراچوونکو په سنګرونو دافغان ځانګړو ځواکونو دخونړيو بريدونو دوام .

کابل باختر دمرعومې اووه ويشتمه :
دطالبانو او داعشيانو دډلې  شل تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دافغان ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تيره شپه دننګرهار ولايت  په ځينو سيمو کې  ځمکني او هوايي بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو نويو بريدونوکې شل تنه وسله وال طالبان او داعشيان ووژل شول .
  ده وويل :ددغو ډار اچوونکو په سنګرونو  دغني خيلو ، هسکې مينې، کوټ او روداتو  په ولسواليو کې بريدونه وشول .
درارسيدلو خبرونو له مخې،  په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونوکې دداعشيانو څو مرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې له منځه تللي دي .
دهېواد په ختيځ کې  پوځيان وايي چې په دې بريالي شوي دي ددغو ځانګړو عملياتو په بهير کې  دداعشيانو ځينې اساسي مرکزونه له منځه يوسي .
دوى وايي چې دهېواد په ختيځ کې ددوى بريدونه به دداعشيانو دټغر تر راټولولو پورې دوام ولري .  پوځي مقامات وايي چې ډار اچوونکو د ډيورنډ  له کرښې   او دپاکستان داستخباراتو دسازمان په مسقتيم  ملاتړ سره افغانستان ته راځي او په ډار اچوونکو بريدونو لاس پورې کوي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار دننګرهار ولايت  په ګڼ ميشتو لارو کې څلور ماينونه کشف او شنډ کړل .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په ننګرهار ولايت دهسکې مينې او اچين په ولسواليو کې دډار اچوونکو له پټنځيو څخه دجنګي وسايلو ددوو ډيپوګانوپه کشفولو  بريالي شوي دي او له دغو ډيپوګانو څخه څوسپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته