امنیت

اووه وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

 کابل/باختر/ د وږي۷ مه
په هلمند کې ۷ وسله وال طالبان په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول او دوه نوريې ټپيان شول.
دغه وسله وال طالبان نن سهار کله چې د نادعلي او سنګين ولسواليو په ځينو سيموکې په ډار اچوونکو بريدونو  بوخت وو، هوايي بريدونه پرې وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې دغه بريدونه د هېواد هوايي ځواکونو ترسره کړي دي.
هغه تائيد کړه چې په بريدونو کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نوريې ټپيان شوي دي.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته