کابل باختر دوږي څوارلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني دکابل – کندهار په لویه لار جلدک سیمه کې په ترافیکي پېښه کې د یو شمېر هېوادوالو په تلفاتو سخت خواشینی شو.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دجمهور رييس دوياند ددفتر له لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي.
جمهور رئیس غني اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د دغې پېښې څرنګوالی وارزوي او د دغه راز زړه بوږنونکو پېښو د تکرار د مخنیوي په خاطر لازم تدبیرونه ونیسي.
همدارنګه جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته دستور ورکړ، چې ډير ژر د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو او ټپیانو سره لازمې مرستې وکړي.
د هېواد جمهور رئیس د دې دردوونکې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب څرګندوي او ټپیانو ته د خدای تعالی په دربار کې د بشپړې روغتیا هیله کوي.
0 1 دقیقه لوستل