امنیت

په ننګرهار کې دتروريستي بريدونو ديوه پلان جوړونکي نيول کيدل .

کابل باختر د کب درې ويشتمه :
دتروريستي  بريدونو يوپلان جوړونکي  تيره شپه په ننګرهارولايت کې  ونيول شو .
قاري اشرف کله چې په تروريستي فعاليتونو بوخت وو دامنيتي  ځواکونو له خوا دپچير او اګام ولسوالۍ په ګدل  کلي  کې ونيول شو .
دننګرهار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال  دباختراژانس خبريال ته وويل چې قاري اشرف  دوسله والو طالبانو دډلې داميد جان دګروپ يو قوماندان دى او تراوسه پورې يې دلسګونو تروريستي  پيښو په پلان جوړولو کې رول لوبولى دى . په ګن ميشتو لارو کې  دکارولو لپاره دماينونو جوړول اوښخول دقاري اشرف او دهغه دافرادو له تروريستي فعاليتونوڅخه دي .
دتروريستي بريدونو له دغه پلان جوړونکي څخه يوه جنګي  وسله  هم ترلاسه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته