امنیت

اووه تنه وسله وال طالبان دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٥
د دايکندي ولايت په کجران ولسوالۍ کې له دوو ورځو څخه راپه دې خوا له طالبانو سره دامنيتي ځواکونو دښتې له امله  درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اووه تنه نور وسله وال طالبان نيول شوي دي .
د دايکندي ولايت دامنيې قوماندانۍ درسنيو مسوول درمحمد حسيني باختر آژانس ته په يوه ټيلفوني اړيکه  کې وويل:  نښته دکجران ولسوالۍ په  خنجک پوسته کې دامنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دوام  لري او ددغې ولسوالۍ دپوستو  ودانۍ چې دبياجوړولو دولايتي ټيم  له خوا ملي او سيمه ييزو پوليسو ته جوړې شوې  وې دطالبانو له خوا ويجاړې شوي دي  .
حسيني زياته کړه :  په دې نښته کې يوملي پوليس شهيد شو او د دريو سيمه ييزو پوليسانو په ګډون پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شوي دي.
خبرځاى زياته کړه  دملي پوليسو سل تنه نن سهار له قندهار ولايت څخه  کجران ولسوالۍ ته استول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته