امنیت

په هودخيل کې دجګړې له امله يو تن ووژل شو او دوه تنه نور ټپيان شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې  ٢٠ :
د کابل پوليس دهغى وسله والې نښتې په  باب چې پرون  ماښام په  هودخيل کې رامنځته شوه تحقيق کوي.
په دې جګړه کې لکه څنګه چې دکابل ولايت امنيه قوماندان وايي يو تن وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
جنرال حسن شاه فروغ  د باخترآژانس خبريال ته وويل  چې جګړه  د يوې بسوې ځمکې  دمالکيت پرسر ونښته  او هغو کسانو چې په دغې ځمکې دملکيت ادعا کوله  دکاکا زامن دي  .
پوليسو د دغې پيښې په اړوند پنځه تنه نيولي دي او دوه ميله وسلې يې ضبطې کړې دي .
اوس هم ددغو کورنيو ترمنځ   حالت  خراب دى اوپوليس دحالاتو څارنه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته