امنیت

په قندهارکې د ماين د چاودنې له امله مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر د ثور ٢٢
د قندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ په سړک کې د ماين د چاودنې له امله يو پوليس او يوقومي مشر شهيدان شول او پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
باختر آژانس د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د وياند له خولې خبر ورکړ: دا چاودنه د ډنډ ولسوالۍ په مربوطاتوکې وشوه .
خبرځاى وويل: دا چاودنه هغه وخت وشوه چې د ماينونو د پاکولو د انجنيرى ټيم سيمې ته روان و چې په لاره کې د ماين له چاودنې سره مخامخ شو او د پوليسو يوسرتيرى او يوقومي مشر پکې شهيدان او پنځه تنه نور پوليسان ټپيان شول .
د پيښې ټپيان د خلکو په همکارۍ د قندهار مرکزي روغتون ته ليږدول شوي او د ډاکترانو د څرګندونو له مخې: د هغوى روغتيايي حالت مخ په ښه والي دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته