کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٦
اته تنه ډار اچوونکى په فارياب ولايت کې دامنيتي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول دباختر آژانس دخبرله مخې دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلى دي په تيرو ٢٤ ساعتو کې دفارياب ولايت دغورماچ ولسوالۍ دپيتاويک ،پيتاو دو او دالکوزي او دقيصار ولسوالۍ دکنجک په کليو کې دامنيتي ځواکونو د ظفر – ١٨ عملياتو په بهير کې اته تنه ډار اچوونکى ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول.
1 د یوې دقیقې څخه لږ