امنیت

د يوې بهرني موسسې څلورتنه کارکوونکي د تښتوونکوله منګولوڅخه وژغورل شول

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٠
د يوې بهرني موسسې څلورتنه کارکوونکي چې د روژې د مبارکې مياشتې په نيمايي کې ګذرې ولسوالۍ له  مربوطاتو څخه د وسله والو طالبانو له  خوا تښتول شوي وو ، وژغورل شول.
دغه کسان چې د سيکاوست د موسسې کارکوونکي دي؛ له ماموريت څخه د ستنيدو په وخت کې د هرات په لويه لاره کې د طالبانو له خوا وتښتول شول .
دثبات د موسسې مطبوعاتي مسوول حامدمايار چې په تښتول شويوکسانوکې شامل دى؛ ووايي: په هغې موده کې چې له طالبانو سره بندي و؛ څو ځلې د طالبانو له خوا په جسمي او روحي ډول ځورول شوى دى.
مايار وايي: له خپلو دريو همکارانو سره تښتول شوى و او همکاران يې په دريو پړاونوکې خوشې شول او دى وروستى کس و چې د نيکمرغه اختر په لومړۍ شپه د خپلې کورنۍ غيږته راستون شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته