امنیت

د صاعقه حصارک په عملياتوکې ١٨ تنه تروريستان ووژل شول

کابل باختردتلې د مياشتې  ٢  :
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د صاعقه حصارک د چاڼيزو عملياتو په دوام  ١٨ تنه تروريست طالبان ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ :
د ننګرهار ولايت د حصارک ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې د امنيتي ځواکونو عمليات دوام لري او د تيرو څلرويشتو ساعتو په بهيرکې د دغې ولسوالۍ  په مربوطاتوکې د توپچي او هوايي ځواکونو د ګوزارونو په نتيجه کې د دولت اتلس تنه  وسله وال مخالفين ووژل شول او څلور تنه نور يې ټپيان شول.
دغه راز  د حصارک ولسوالۍ د امنيت د تامينولو په مقصد د وګړني پاڅون کوونکو او د ملي او سيمه ييزو پوليسو نوې پوستې جوړې شوې او د دغو پوستو  تحکيماتي کارونه د ٢٠١ سيلاب قول اردو د انجينرى ټيم له خوا دوام لري.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته