امنیت

څلورديرش تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٦ :
دشاهين _ ٢٠ محاربوي او چاڼيزو عملياتو په دوام  ديوه ماين ښخوونکي په
ګډون څلورديرش تنه داعشيان ووژل شول ، يو تن ټپي  او دهغوى يوه داشکه او پنځه سنګرونه ويجاړ شوي دي.
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دشاهين _ ٢٠  ګډ محاربوي او چاڼيز عمليات چې  دملي پوليسو ، عامه نظم او دسيمه ييزو پوليسو په ګډون د ٢٠١سيلاب قول اردو دڅلورمې لوا دقوماندانۍ په مشرۍ  دداعش اودوسله والو  دله منځه وړلو اودامنيت دتامينولو اودښيې حکومتوالۍ په مقصد دننګرهار ولايت دپچيراوآګام دولسواليو په مربوطاتو کې پخوا دهوايي او توپچي ځواکونوپه ملاتړ پيل     شوي و ، دوام لري. چې دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې هوايي  ، توپچي اوپليو ځواکونو دداعش په پټنځايونو ځپنده ګوزارونه کړي دي چې له امله يې  دتن پچير او دغونډۍ خيلو په سيمو کې ٢٥ تنه داعشيان او دکوټه خيلو په ساحه کې  اته تنه داعشيان ووژل شول   اودهغوى  يوه داشکه  او ٥ مهم سنګرونه ويجاړ کړاى شول.
دغه راز پرون دوو تنو ماين ښخوونکو کله  چې دپچير اوآګام ولسوالۍ دصبر په سيمه کې  دماين په ښخولو بوخت و ، ددغې ولسوالۍ دسيمه ييزو پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې  چې يو تن يې  ووژل شو او يوتن بل يې ټپي شو او دهغوى  يو موټر سايکل هم په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته