نړۍ

امريکا عراق ته بې پيلوته الوتکه ورکوي.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٧
دامريکا متحده ايالاتو پتيلې ده چې په عراق کې په القاعده پورې  له اړوندو ياغيانو سره دمقابلې لپاره  ډير ژر  بې پيلوته الوتکې او توغندي ددغه هيواد
په واک کې ورکړي .
دامريکا د دفاع وزارت ويندوى استيفن وارن  ويلي دي چې په نږدې راتلوونکې کې سل هلفاير ډوله توغندي دعراق د دولت په واک کې ورکوو .
دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې :  دهلفايرتوغندي چې په اصل کې دزرهپوش 
ضد توغنديو په نامه جوړ شوي  دي  کيداى شي له هليکوپتر يا الوتکې څخه  هم
وتوغول شي.
دغه وسلې د هغه قرار داد يوه برخه  ده چې امريکا پخوا له   بغداد سره لاسليک کړى دى .
ددغه قرار داد له مخې :   پنځه اويا  دغه شان توغندي د تيرکال د دسمبر دمياشتې په نيمايي کې عراقي مقاماتو ته  وسپارل شول .
ويندوى  زياته کړه  ،  چې  امريکا له عراقيانو سره له نږديوالي  څخه   دالقاعده
له ډلې سره د مقابلې په باب ديوې ستراتيژۍ  په سر د موافقې او له لرې پرتو سيمو څخه دياغي ډلو د شړلو په مقصد له عراقي مقاماتوسره دهمکارۍ لپاره دځواکونو  دپياوړې کولو په باره کې هلې ځلې کوي .
پرون دعراق  په الاانبار ولايت کې دعراقي ځواکونو او د القاعده په ډلې پورې داړوندو پوځيانو ترمنځ چې په دې بريالي  شوي دي  دفلوجه ښارکنترول ترلاسه کړي سختو نښتو دوام   درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته