امنیت

د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان ونيول شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
دملي دفاع وزارت خبري منابع وايي ،  د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان
يې په پکتيا ولايت کې نيولى دى.
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
دملي اردو ځواکونو دپکتيا ولايت د زرملې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دسولې او ثبات د ټينګښټ په مقصد چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د وسله  والو طالبانو يوقوماندان چې په دغې ولسوالۍ کې يې په يوشمير تروريستي فعاليتونو کې رول   درلود له وسلو سره يې  ونيول  شو .
ديوبل خبرله مخې :   دملي اردو ځواکونو دپکتيکا، غزني ، قندهار او دفارياب دولايتونو په مربوطاتو کې په يو لړ جلاجلا عملياتو کې يوولس ميله سپکې وسلې، لس کيلوګرامه چاوديدونکي توکي ، شل ماينونه د بى – ام- ٤٠  توغندي  يوماين او يو ٨٢ ملي مترى توب په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته  ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته