امنیت

په فارياب کې د اتو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

کابل باختر دتلي اووه ويشتمه :
اته تنه وسله وال طالبان په فارياب ولايت کې له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول د باختر آژانس خبريال ته وويل: په تيرو څلورويشتو ساعتوکې د فارياب ولايت د قيصار ولسوالۍ په کنجک او د غورماچ  ولسوالۍ په پيتو او الکوزيو په کليوکې د (ظفر-١٨)  ګډو عملياتو په بهيرکې اته تنه وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ تنه نوريې ټپيان شوي دي .
خبرځاى وويل: دفاعي او امنيتي ځواکونو وکولاى شول چې د قيصار او غورماچ  په ولسواليوکې د ياغيانو له شتون څخه زياتې ساحې پاکې کړي او د پرمختګ په حال کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ٢٠٩ شاهين قول اردو مطبوعاتي دفتر پرون هم په دغه ولايت کې د څلويښتو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته