ټولنه

په زابل کې دځوانانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

قلات باخترد زمري د میاشتې ۲۳ مه
په زابل ولایت کې د ځوانانو ملي ورځ د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې:
په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د زابل والي بسم الله افغانمل ځوانان دهیواد مهم قشر وباله او زياته يې کړه چې ځوانان باید خپلواک عمل وکړي او په ډلو ټپلو پوري ځانونه ونه تړي.
افغانمل ځوانانو ته دکاري فرصتونو په برابرولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې ولایتي اداره به دهغوي لپاره په مرکز او ولسوالیو کې دکار زمینه برابره کړي.
په همدې مهال په ولسي جرګه کې دزابل دخلګو استازي حمیدالله خان توخي دځوانانو پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته يې کړه چې باید ټول ځوانان زده کړو ته مخه کړی ځکه اوس د پخوا په پرتله د جنګ پر ځای زده کړې دي چې زموږ هېواد، ولایت او ټولنې ته په پوره او ښه ډول پرمختګ ورکولای شي.
توخي وویل ځوان هغه دی چې خپل هیواد، وطن او د ټولنې ګټې د خپل کور ګټې وبولي نه دا چې شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکړي.
په ورته وخت کې د ولایتي شورا رېیس عطا محمد حقبیان چې په دې غونډه کې یې برخه درلوده د ځوانانو د وزګارتيا د له منځه وړلو په موخه دولايتي ادارې دهڅو او هاندهيله وکړه چې هغه خالي بستونه چې په مرکز او ولسوالیو کې یې په هره برخه کې خالي لرو باید وړ او مسلکي کسان پرې په دندو وګومارل شي.
د سور غر مدني ټولنې مشر محمد ابراهیم عبرت له مسؤلینو، قومي مشرانو او ځوانانو څخه وغوښتل چې د زابل د مرکز او ولسوالیو د ټولو لوستو او نالوستو ځوانانو د اتحاد او یووالي لپاره دې کار وکړي.
په زابل کې دځوانانو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په دې وروستيو وختو کې دافغانستان جمهوررييس محمد اشرف غني د ځوانانو دنړیوالې ورځې په نمانځه غونډه کې ژمنه وکړه چې دهیواد په کچه به زرګونو ځوانانو ته دکار زمینه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته