امنیت

په هلمند کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شوې

کابل / د غبرګولي ٩ مه / باختر د افغانستان فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، په هلمند ولایت کې يې د ۷ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل کړی دی.
د دې فدراسيون وياند عزيزمشعوف پرون رسنيو ته وويل، دا لیګ د هلکانو د لېسې، قانون، آریانا، شاهي، چانجیر، کریم اتل او شهید انجینرعبدالمتین لوبډلو ترمنځ پيل شوې او د لیګ په ډول به دوه میاشتې یو له بل سره سیالۍ کوي.
د مشعوف په خبره، د دغه لیګ اتل لوبډله به د افغانستان اتلانو لیګ ته د لارې موندنې لپاره د جنوب لوېدیځ زون سیالیو کې د هلمند په استازیتوب ګډون وکړي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته