نړۍ

نړيوالو پوليسو يو افغان ډار اچوونکى په کويټ کې ونيوه .

کابل باختردلړم دمياشتې اتمه :

  دکورنيو چارو وزارت  نړيوالو  پوليسو دکويټ دپوليسو په همکارۍ يو افغان ډار اچوونکى په کويټ کې نيولى دى  او افغانستان ته يې ليږدولى دى .

دباختراژانس دخبر له مخې، دکورنيو چارو وزارت ددغه وزارت دنړيوالو پوليسو رييس  پاسوال سيد افندي  اغا له خولې ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره  خبر ورکړى دى چې نيول شوى ډار اچوونکى محمد برات نوميږي او دپکتيا ولايت اوسيدونکى دى .  ده دوه کاله مخکې يو ديارلس کلن تنکۍ ځوان دځانمرګي بريد دترسره کولو لپاره  افغانستان ته استولى و .

دغه تنکى ځوان ځان په خپل کور کې په غير ارادي ډول وچاوه .

اصلي  ډار اچوونکى په تيښتې بريالى شو او ځان يې کويټ ته ورساوه .

دکورنيو چارو وزارت له نړيوالو پوليسو څخه دلوى څارنوالۍ په غوښتنه دغه ډار اچوونکى  دنړيوالو پوليسو په همکارۍ په کويټ کې ونيول او دافغانستان نړيوالو پوليسو ته وسپارل شو .  په خبرپاڼه کې  دغه راز ويل شوي دي چې نيول شوى ډار اچوونکى له لومړنيو تحقيقاتو وروسته دهيواد عدلي او قضايي  ادارو ته سپرال شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته